وزيراعظم عمران خان پنډ دادنخان كښې قلعه نندانه په قومي تاريخي ورثه كښې شاملولو سره هيريټيج ټريل پرانسته وكړه

پنډ دادنخان 28 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جهلم پنډ دادنخان سيمه كښې قلعه نندانه په قومي تاريخي ورثه كښې شاملولو سره هيريټيج ټريل پرانسته وكړه۔ هيريټيج ټريل ته د جے ريډيس نامه وركړې شوه په دې كښې کټاس راج مندر،قلعه ملوټ ،کھيوړه كښې مالګي درنګ او تخت بابري شامل دي،وزير اعظم ته ووئيل شول چې د دې سيمو پرمختګ سره به ځائي آبادۍ ته معاشي ګټي ترلاسه شي۔وزيداعظم ته ووئيل شول چې قلعه نندانه سيمه د نوموړي مسلمان سائنسمدار ابو ريحان البيروني سره منسوب کړې شوي۔ دا هغه ځائې دې چرته چې هغه قيام کړې او د ومكي پيمائش لپاره ئې تجربې كړي۔ځائې وګړو سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د خپلو تاريخي ځايونو او قيمتي ورثې حفاظت مقصد نوي نسل دې څخه خبرول دي۔ده ووئيل د سيلګرۍ څانګي پرمختګ سره به د روزګار موقعې پيدا شي۔ دې څخه وړاندي وزيراعظم له خاص مرستيال زلفي بخاري ريډيس هيريټيج ټريل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔