وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د جمهوريت مضبوطيا او د ووټ تقدس بحالول غواړي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز مېډيا سره خبرې

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د جمهوريت مضبوطيا او د ووټ تقدس بحالول غواړي، د اخستلو خرڅولو روايت له مېنځه وړل دي، بايد داسې غړي پارلمان ته راشي كوم چې د هېواد او اولس بهترې لپاره كار وكړے شي، د سېنېټ په ټاكنو او سياست كښې د اخستلو خرڅولو په ضد وزيراعظم او حكومت لكه د غر ولاړ دي، په ټولټاكنو كښې د الېكټرانك ووټنګ معرفي كولو هڅې كوو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سپريك كورټ په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې وكړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل مونږ هڅې كوو چې په هېواد كښې د جمهوريت مضبوطيا او د اولس خوشحالې لپاره داسې خلق پارلمان ته راشي كوم چې د هېواد او اولس بهترې لپاره كار وكړے شي ، دا نه چې يو خاص مقصد لپاره پارلمان ته راشي او خپلې خرڅ كړې شوې پېسې تر لاسه كولو سره نوره پېسه هم جوړه كړي. ده ووئيل رښتيا تل غالب راځي، پرېكړه به انشاء اللہ د حق وي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او د هغه كاركنان د حق او رښتيا سره د تاريخ په ښي اړخ ولاړ دي او چې څوك د تورو قواؤ نمائندګي كوي ، هغه د تاريخ په ګس اړخ ولاړ دي او تاريخ به د دوي څخه پوښتنه كوي.