وزيراعظم عمران خان سره د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او د كورنيو چارو او احتساب سلاكار شهزاد اكبر ملاقات وكړو

اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او د كورنيو چارو او احتساب سلاكار شهزاد اكبر ملاقات وكړو. د نهې په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په ملاقات كښې په مهمو قانوني او آئيني چارو، د ستونزو په حل او د سباٶن په لائحه عمل خبرې وشوې. په عدالتونو كښې د كېسونو زر منطقي انجام ته رسول باوري كولو لپاره د حكمت عملې څخه وزيراعظم په تفصيلي توګه خبر كړے شو. د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم وزيراعظم ته د قانون وزارت د كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې وزارت ته ترلاسه شوي 99.5 فيصده كېسونه ترسره كړے شوي دي، د هرې ورځې په بنياد د 100 نه زيات كېسونه ترسره كولې شي. وزيراعظم دا د ستائنې وړ وګرځوله.