اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي صنعتي پرمختګ ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ، صنعتي پرمختګ د روز ګار موقعو راپېدا كولو سره سره په برآمدات زياتولو كښې هم د كليدي اهميت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم فېصل آباد سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو محمد عاصم نذير، خرم شهزاد او شاهد نذير سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سياسي چارو صضلاحكار ملك عامر ډوګر هم موجود وٶ۔ ګډون كوٶنكو د حكومت د كاروبار دوسته پاليسو په سبب د صنعتونو په پرمختګ وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم دوي د پاکستان مصنوعات د كاميابه خارجه پاليسۍ په سبب نړيوالو منډيانو ته رسنې سره په برآمدات كښې د اضافې نه هم خبر كړل۔ د دې نه علاوه غړو وزيراعظم ته په فېصل آباد كښې صنعتي پرمختګ لپاره تجويزونه وړاندې كړل او په خپلو حلقو كښې د رامخې ته مسئلو په ترجيحي بنيادونو حل لپاره په پورته كړو اقداماتو ئې هم رڼا واچوله۔ وزيراعظم د تجارت صلاحكار ته په تجويزونو غور كولو سره دغې ته د حتمي شكل وركولو امر سره په دې خبر زور رواړو چې صنعتي پرمختګ د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ، صنعتي پرمختګ د روز ګار موقعو راپېدا كولو سره سره د برآمدات زياتولو كښې لپاره هم كليدي اهميت لري