وزيراعظم عمران خان د پخواني آئي جي پوليس ناصر دراني په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پخواني آئي جي پوليس ناصر دراني په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ناصر دراني د مرګ به خبر اورېدو ډېر خفه شوے يم٬هغه د ناصر دراني كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه او وې وئېل خېبرپښتونخوا پوليس كښې اصلاحات لپاره هغه مهم كردار ادا كړے۔وزيراعظم ووئيل ناصر دراني يو ښه پوليس افسر ؤ۔هغه دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي