وزيراعظم عمران خان د ظفر زبېري په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د ظفر زبېری په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي ارواښاد د كراچۍ په هغه كاركنانو كښې شامل ؤ كوم چې دوه لسيزې وړاندې مونږ سره اودرېدلے ؤ ۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن حق رسېدلې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔