وزيراعظم عمران خان د صوبائي وزير محب الله سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كركيلې صوبائي وزير محب الله خان سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔وزيراعظم عمران خان د پېښور په ګورنر هاؤس كښې صوبائي وزير محب الله خان سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي كولو سره فاتحه خواني وكړه۔ ده د صوبائي وزير محب الله خان سره غمرازي كښې دعا اوكړه چې لوي څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي