وزيراعظم عمران خان به د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د تجارت او پرمختګ په اړه د كانفرنس څلورمې غونډې ته ﴿نن﴾ د ګل په ورځ خطاب كوي

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې په جنېوا كښې د تجارت او پرمختګ په اړه د كانفرنس څلورمې غونډې ته ﴿نن﴾ د ګل په ورځ مهم خطاب كوي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم به كانفرنس ته د وېډيو لنك د لارې خطاب كوي