وزيراعظم عمران خان اروپا او لوېديز په مكالمه د قائل كولو په تجويز يو ځل بيا زور راوړو

اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ناموس رسالت (ص)په مهمه معامله قام ته خپل خطاب كښې د روايتې احتجاج په ځاے د معاملې حل كولو متبادل اپروچ او تګلاره وړاندې كړې او د لوېديز او اروپاﺀ سفير ويستلو٬اړيكو ختمولو او بندېزنو لګولو غوندې د روايتي غبرګون وركولو په ځاے ئې اروپاﺀ او لوېديز سره د مكالمې او هغوي په خپل نكته نظر د قائل كولو په تجويز يو ځل بيا زور راوړے۔وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې واضحه كړې چې ماته او زمونږ حكومت ته په دې معامله هم دومره تكليف رسېدلے څومره چې نورو مسلمانانو ته دے خو وزيراعظم قام له باور وركړے چې د دې معاملې حل تشدد او احتجاج نه دے ځكه چې دې ډول احتجاج سره اروپا او لوېديز ته هېڅ زيان نه رسي البته زمونږ خپل زيان كېږي لكه څنګه چې د اوسني احتجاج په مهال شوے۔وزيراعظم د دې احتجاج په مهال د انتشهار په صورتحال كښې بهرنو دښمنانو ته د ګټې رسېدلو ذكر هم وكړو۔وزيراعظم په دې معامله د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو يو موټې كېدو اهميت هم رامخې ته كړے۔وزيراعظم قام له باور وركړو چې د اسلامي هېوادونو لارښودو او مشرانو سره دا معامله په نړيوال فورمز پورته كولو ذمه واري اخلم او د دې كمپائن مشري به كوم