وزيراعظم د بېګم نسيم ولي خان په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بېګم نسيم ولي خان په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم عمران خان د بېګم نسيم په مړينه د غمجنۍ كورنۍ سره غمرازي وكړه او د ارواښادي بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان كښې جمهوريت لپاره به د ارواښادې خذمات عمر له ياد ساتلې شي۔