ورلډ بېنك د پاكستان اقتصادي او سماجي پرمختګ له مرسته كوي. د وفاقي وزير خسرو بختيار د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر سره ملاقات كښې خبرې

APP01-250121 ISLAMABAD: January 25 - Minister for Economic Affairs Makhdum Khusro Bakhtyar in a meeting with CD World Bank at in his office. APP

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير خسرو بختيار وئيلي دي ورلډ بېنك د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے، نړيوال بېنك د پاكستان اقتصادي او سماجي پرمختګ له مرسته كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په پاكستان كښې د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن سره د ملاقات په مهال وكړې. د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د نړيوال بېنك په مرسته په روانو پروژو خبرې وشوې. په دې موقع د پاكستان او نړيوال بېنك ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په موقعو هم خبرې وشوې. وفاقي وزير ووئيل نړيوال بېنك د پاكستان مهم پرمختيائي شراكتدار دے، نړيوال بېنك د پاكستان اقتصادي او سماجي پرمختګ له مرسته كوي. ده ووئيل د پاكستان حكومت روغتيا، تعليم، ځائي حكومتونو او د كركيلې څانګې پرمختګ ته خاص اهميت وركوي او زمونږ خواهش دے چې نړيوال بېنك په دې څانګو كښې پاكستان سره مرسته لا زياته كړي. د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ووئيل بېنك په پاكستان كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ په څانګو كښې د پاكستان مرسته كوي. ده له بېنك لخوا د مرستې دوامداره ساتلو د عزم څرګندونه وكړه. د يادونې وړ ده د نړيوال بېنك لخوا پاكستان لپاره د نوي كنټري شراكت دارۍ فرېم ورك جوړولو په لړ كښې مشاورتي عمل روان دے.