هند كښې ټرافېكي پېښه ٬ 6 مسافر مړه،3 ژوبل

نوي ډيلې 23 فروري (اے پی پی) هند كښې د ټرافېكي پېښې په نتيجه كښې 6 مسافر مړه شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د هند بهار صوبې د كټيهار ضلعې په قومي ستره لاره ټرك او موټر ټكر شوي چې په نتيجه كښې ئې 6 مسافر مړه او 3 ژوبل شوي۔ د کټیهار ضلع کرسیلا تھانه پولیس وياند ووئيل ځپلې شوي كسان پورینه ښار كښې واده له روان وؤ ۔ رپورټ له مخې د پېښې نه پس قومی ستره لاره ډير وخت ټرافك لپاره بنده وه۔د پېښې اطلاع نه پس پولیس د پېښې ځائې ته رسيدلې۔دغسې ریسکیو ډلې مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي