هند كښې كورونا وائرس تندۍ سسره خپريږي، د تيرو 24 ساعتونو په مهال ريكارډ درې لكهه 15زره نوي كيسونه رپورټ شوي ، 2101 كسان مړه شوي

نوي ډيلې 22 اپريل (اے پي پي) هند كښې كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي، د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بيلو برخو كښې كورونا وائرس درې لكهه 15 زره څخه زيات نوي كيسونه رپورټ شوي۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخي نوي كيسونو نه پس هند كښې د كورونا ځپليو شميره يو كروړ 59 لكهه 30 زره څخه زياته شوي۔ چارواكو له مخي هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال نور 2101 كسان مړه شوي دې نه پس وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 84 زره څخه زياته شوي، د هند د روغتيا وزارت شميري له مخي هېواد كښې كورونا ځپليو مجموعي شميره 15930965 ته رسيدلي دغسې د مړو مجموعي شميره 184672 ته ورسيده۔ هند كښې كورونا وائرس فعال كيسونو شميره 2291814 ده۔ كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره هند د نړغ دويم تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دې۔