هند كښې د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس دلاسه نور 2 زره كسان مړه ٬ 2 لكه 95 زره نه زيات نور كېسونه رپورټ شول

نوے ډيلے ۔21اپرېل(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1 كروړه 56 لكه نه زياته شوې ده۔ هېواد كښی د تېرو 24 ساعتو په مهال د نورو 2023 كسانو مړه كېدو سره د ددې وائرس د لاسه د مړو شويو مجموعي شمېره 1 لك 82 زره ته رسېدلې ده۔ د شورؤ په ورځ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې كورونا وائرس تندۍ سره خپرېږي۔ د هند د روغتيا وزارت له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په بېلو برخو كښې ریکارډ دوه لكه 95 زره نه زيات كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د ځپليو شمېره 15616130 ورسېده۔ په دغه مهال د نورو 2023 كسانو مړه كېدو سره ګرد هېواد كښې د دې وبا د لاسه په مجموعي توګه 182570 كسان مړه شوي دي۔ هند كښې د فعاله كېسونو شمېره 2157521 ده۔ د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ تر دې دمه هند كښې دې رنځ نه 13276039 كسان ښه شوي هم دي