هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 كروړه 96 لكه نه زياته شوه ٬ 3 لکه 79 زره نه زيات كسان مړه

نوې ډيلې ۔16جون(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 كروړه 96 لكه نه زياته شوې ده۔ د دې وائرس د لاسه په ګرد هېواد كښې تر دې دمه 3 لکه 79 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د شورؤ په ورځ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كسېونو شمېره 865404 او د ځپليو مجموعي شمېره 29633105 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د دې وائرس نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 28388100 كسان ښه شوې هم دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس فعاله كېسونو كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ تر دې دمه د دې رنځ نه ساتلو له 25 کروړه 27 لکه ډوز لګولې شوي دي۔ هند كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 62224 کېسونه رامخې ته شوي او د دې د لاسه نور 2542 كسان مړه شوي دي۔