هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 1 كروړ 10 لكه نه زياته شوه

نوې ډيلي ۔22 فروری(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 1 كروړ 10 لكه نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې وائرس د لاسه 1 لك 56 زره 4 سوه نه زيات كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښی د 1 كروړ 10 لكه نه زياتو كسانو ته د كورونا نه د بچ كېدو وېكسين لګولې شوي۔ د ګل په ورځ د هندي ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 11005850 او د فعاله كېسونو 150022 ته رسېدلې ۔ د چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس كېسونه پرله پسې زياتېږي۔ د سركاري شمېرو له مخې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 156418 كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس ځپلو شمېرې په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ بلخوا هند كښې تر دې دمه دې وباﺀ نه په مجموعي توګه 10699410 كسان ښه شوې هم دي