هند كښې د كورونا وائرس ریكارډ 62 زره نوي كيسونه رامخې ته شوې، د ځپليو شميره د 20 لكه 27 زره څخه زياته شوې

نوې ډيلې 07 اګست (اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس ریكارډ 62 زره څخه زيات نوي كيسونه پس د ځپليو شميره د 20 لكه 27 زره څخه زياته شوې۔ د هندی ميډيا له مخې هيواد كښې كورونا وائرس د ورځې په بنياد كيسونو كښې تشویشناك حد اضافه كيږي ، د نويو كيسونو نه پس هيواد كښې كورونا ځپليو شميره 2027274 ته رسيدلې ده ۔ د هند د روغتيا وزارت لخوا د جاری شويو شميرو له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال په هيواد كښې د كورونا وائرس 62,585 زره نوي كيسونه رامخې ته شوي دي ۔ په دې مهال نور 886 كسان مړه شوي دي۔ په هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره كښې تندۍ سره اضافه كيږي ، د مصدقه رپورټس له مخې هند كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 607331 ده۔ د هند بيلو ریاستوو كښې تر اوسه كورونا وائرس له امله 41638 مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې د هند پايه تخت نوې ډيلې او ریاست مهاراشټر كښې ځپلي زياتيږي