اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې هند كښې خلق په سړكونو بې اسرا پراته دي٬ روغتونونو كښې ځائ نشته٬ آكسيجن بېډز ختم دي٬ دې حالت ته د رسېدو لوئ سبب د ځائي سياست مدارو غېر ذمه وارانه رويه وه چرتې په اتر پردېش كښې د الېكشن كمپائن په مهال د كرونا اېس او پيز خلاف ورزۍ شوې دلته اوس دا رويه د مريم نواز ده۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير د مريم نواز د يوې جلسې وېډيو هم شېئر كړې چې پكښې د كرونا اېس او پيز سختې خلاف ورزۍ شوې دي