هند دې په غېر قانوني قبضه كړي مقبوضه جمو كشمير كښې لګولي بندېزونه سمدستي لري كړي ۔ د هائي كمېشن ډلې له دې د دورې كولو اجازه وركړي۔ برطانيه

لندن۔14جنوری(اے پی پی)برطانیې په هند زور راوړے چې هغه په غېر قانوني توګه نيولي شوي جمو وكشمير خپل ټول بندېزونه سمدستي لرې كړي او دغلته د وضعې جاج اغستلو له د برطانيې هائي كمېشن ډلې له د مقبوضه وادۍ دورې كولو اجازه وركړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا غوښتنه د برطانيې د انصاف وزير رابرټ بكلېنډ وېسټ منسټر هال كښې د جمو وکشمير سياسي وضعې په اړه يوه مباحثه كښې د پارليماني غړو د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ رابرټ بکلېنډ ووئيل د برطانېي وزيراعظم بورس جانسن سيمه ايز تاؤ تريخوالې لرې كولو ٬ په كنټرول لائن جنګ بندۍ ٬ اړيكو كښې بهترۍ او د صبر او زغم څرګندونې په غرض خپل هندي او پاكستانو همڅنګو سره رابطه لري۔ هغه ووئيل مونږ پرله پسې هند د بشري حقونو له مينځه وړلو په حقله له خپلې اندېښنې نه خبر كړے او مقبوضه سيمې څخه د بندېزنو پورته كولو په حاجت زور راوړؤ۔ د برطانيې د خارجه ٬ دولت مشتركه او پرمختيائي دفتر (ایف سي ډي او) وزیر نائیجل اېډمس په دې موقع ووئيل مونږ باور لرؤ چې هند او پاكستان به د كشميري اولس هيلو له مخې د كشمير مسئلې كوم تل پاتې سياسي حل ولټوي۔