هند آزادۍ لپاره د كشميريونو هلې ځلې ناكامه كولو كښې پاتې راغلے۔ د قامي اسمبلۍ غړې منوره منير

کوئټه 04 فروري(اے پي پي) د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې منورہ منير وئيلي دي چې هند د درندګۍ او وخشيانه هلو ځلو ٬ مېرمنو سره د جنسي تېرو٬ د لكونو په شمېره په ځوانانو د تشدد د لارې شهيد كولو او د سلګونو په شمېره ځوانان د پېلټ ګنز د لارې عمرله نابينا كولو باوجود د آزادۍ تحريك ناكامه كولو كښې پاتې راغلے٬ د شهيدانو وينه به بې ځايه نه شي ۔ دا خبرې د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې منورہ منير وكړې۔ دې ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے او د دې تحفظ د هر محب وطن وړومبۍ فريضه ده٬ د فرورۍ پنځمه نيټه “د كشمير يوالي ورځ” لمانځلو اصل مقصد هم دا دے چې مونږ خپلو كشميريانو وروڼو ته باور كړو چې په سخت وخت كښې مونږ ستاسو ملګري يو او تاسو سره ولاړ يو۔ دې ووئيل د كشمير آزدۍ لپاره به د ځان قرباني وركوٶ۔ دې ووئيل هند يو ظالم او جابر هېواد دې چا چې د 72 كالو راهسې په كشمير قبضه كړې ده او هره ورځ بې ګناه كشميريان شهيدان كوي٬ د هند لخوا د كشميريانو نسل كشي روانه ده ۔ منورہ منير ووئيل ملګرو ملتونو له به د دې مسئلې حل لپاره اوس هڅې كول وي٬ ټولو نړويوالو قواٶ له به په ګډه د كشمير بې ګناه وګړي د هند د ظلم نه خلاصول دي٬ د پاكستان ټول قام او ځواكونه كشميريانو سره دي٬ او هر مسلمان او كشميري دا باور لري چې ګټه به حق او رښتيا وي او دا توره شپه به اوس ډېره زره ختم شي “كشمير به پاكستان جوړېږي” خوب به رښتيا كېږي