هندي وزیراعظم د پاکستان او هند ترمېنځه د كشمير د لسيزو پخوانۍ شخړې حل لپاره د ثالثۍ كردار ادا كولو لپاره وئيلي ٶ

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې هندي وزيراعظم نرېندرا مودي زور راوړلو سره ما ته وئيلي ٶ چې د پاکستان او هند ترمېنځه د كشمير د لسيزو پخوانۍ د شخړې حل لپاره د ثالثۍ كردار ادا او ما ورته وئيلي ٶ چې داسې كولو لپاره چمتو يم۔ سپينې ماڼۍ كښې د خبرو اترو په مهال ډونلډ ټرمپ ووئيل په اصل كښې مودي ماته وئيلي ٶ چې تاسو ثالث جوړېدل غواړۍ؟ ما (ټرمپ) ورته ووئيل چې آٶ؟ ده ووئيل په كشمير٬ ځكه چې دا شخړه د كلونو راهسې راروانه ده۔ د ګل په ورځ ډونلډ ټرمپ د پاكستاني وزيراعظم عمران خان كوربتوب كړې۔ امريكائي اولس مشر ووئيل چې كه زه مرسته كولې شم نو زه به ثالث جوړېدل خوښوم۔ د يو بيان له مخې امريكا غواړي چې د كشمير كشاله په دوه اړخيزه توګه حل كېدل پكار ده ۔ امريكائي اولس مشر د كشمير په مسئله د ثالثۍ په ځواب وزیراعظم عمران خان ووئيل چې كه اولس مشر ټرمپ د كشمير كشاله حل وي نو د قام دعاګانې به ورسره وي۔ اولس مشر ټرمپ د كشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه كول سره ووئيل چې د كشمير په مسئله د ثالث په كردار ترسره كولو به خوشحاله يم