نړيواله ورورولي دې د شخړيز كشمير د وضعې خبر واخلي۔برجيس طاهر

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر وئېلي دي چې نړيواله ورورولي دې د شخړيز كشمير د وضعې خبر واخلي٬ د 22 كلن زلمي برهان واني وژنې ټوله نړۍ ښوزولې ده۔مېډيا دې د كشميريانو نصب العين له موثره كردار ترسره كړي۔د زيارت په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د كشميريانو سره د يو والي لپاره جوړې دستورې ته ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير وضعې جاج اخستو له د كابينې خاص غونډه رابللې ده ۔ده ووئيل وزيراعظم نواز شريف درې ځله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله پورته كړې٬كشميريانو له د هغوي حق وركول پكار دي۔ده ووئيل مېډيا دې قام بېدار كړي او د شخړيز كشمير د وضعې نه دې نړۍ خبره كړي