نړيواله ورورولي دې د ترهه ګرۍ او تشدد پھ پیښو قابو موندلو له خپل كردار ادا كړې

ملګري ملتونه 01 جولائي (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكتر بان كې مون وئېلي دي نړيواله ورورولي دې ګرده نړۍ كښې زياته شوې ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او د تشدد پېښو مخ نيوي لپاره خپل كردار ادا كړي۔په خپل يو بيان كښې بان كی مون ګرده نړۍ كښې د ترهه ګري او انتهاخوښي په زياتو شويو پېښو د تشويش څرګندونې سره په دې خبره زور راوړې چې مونږ ټولو له په ګډه د ترهه ګرۍ مقابله كول وي او په دې اړه د ګامونو پورته كولو ضرورت دے دغسې چې مونږ راتلونكو نسلونو ته محفوظ سباؤن وركرو۔ده ووئيل 10 كاله وړاندې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره اقدامات پېل شوي وو او پھ دې مهال ډېرې كاميابۍ هم ترلاسه شوي وې خو پھ ترهه ګرۍ پھ بشپړه توګه قابو ونه موندلے شو چې او س لا ګامونو ةپورته كولو ته اړتيا لري