نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې په مقبوضه جمو و كشمير كښې د رائے شمېرو پحقله خپل لوظ ترسره كړي۔ د كشمير د خپلواكۍ حق ورځې په موقع د وزيراعظم عمران خان پېغام

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د پاكستان لخوا د مقبوضه جمو و کشمير اولس سره د بشپړه ملاتړ پخلي كولو سره نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې ھغوې دې مقبوضه جمو و كشمير كښې د رائے شمېرو پحقله خپل لوظ ترسره كړي۔ د كشمير د خپلواكۍ حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د جمو و كشمير كشالې نېغ په نيغه د فريق په حېث پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې، د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې د آزادانه او غېر جانبدارانه رائے شمېرو په تابيا زور وركوي، د جمو و کشمير د اولس د بنيادي حقونو په ځائ ساتلو د ملګرو ملتونو د لوظ د 72 كالو د ترسره كېدو ذكر كولو سره ده ووئيل چې په كال 1949 كښې د جنورۍ په 5مه نيټه په نننۍ ورځ پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن (يو اېن سي آئي پي) لوظ كړې ٶ چې د ملګرو ملتونو له مخې به آزادانه او د بې پرې رائے شمېرو د لارې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د خپلواكۍ د جائز حق اهميت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او د سلامتي كونسل پرېكړو او د بېلا بېلو بشري حقونو په كنونشنز كښې تسليم كړې شوې۔ ده وئيل سلامتي كونسل کشميريانو سره په شوي خپل لوظ كښې پاتې راغلې دې۔عمران خان ووئيل د اوو لسيزو راهسې په مقبوضه كشمير كښې ځائي اولس په رياستي سرپرستۍ كښې د روان ظلم او ترهګرۍ په نښه دي٬ تقريبا 9 لکھ قابض هند پوځ منطقه د نرۍ په لوي عسكري زون كښې بدله كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل د پنځم اګست كال 2019 نه په رادېخوا هند په مقبوضه جمو و کشمير كښې د ترهګرۍ نوې فضا جوړ كړې ده٬ غېر انساني پوځي محاصره په ځائ ساتلو سره په بې وګناه خلقو په خاص توګه مېرمنې ٬ كوچنيان او ضعيفان د ظلم او بربريت په نښه كېږي او هند په غېر قانوني توګه په مقبوضه سيمه كښئ د آبادۍ دس تناسب بدلولو هڅې كوي۔ وزيراعظم ووئيل “نړۍ له به دا باوري كول دي چې بشري حقونه د پښو لاندې كېدل دې نظر انداز نه كړې شي او د انسانيت په ضد ناوړه جرائم كوٶنكي ذمه وار دې انصاف سره مخ كړې شي”۔ وزيراعظم ووئيل اوس د 500 ورځو نه زيات وخت شوې دې٬ هندي قابض ځواكونه په محصور بې ګناه كشميريانو نورې بې دړدۍ سره ظلم او جبر سره مخ كوي چې په سبب ئې ھغوي د مواصلاتو، د رائے د اظهار د آزادۍ، د مذهب د آزادۍ ، او د ټولو نه زيات د خپل سباٶن د تعين كولو آزادۍ غوندې بنيادي حقونو څخه محروم دي۔ وزيراعظم ووئيل د كشميريان د كرونا وائرس رنځ باوجود ٬ د ژوند ٬ صحت او خوران پحقله د خپلو بنيادي حقونو څخه محروم كړې شوي دي٬ مقبوضه جمو و کشمير كښې د هند په رياستي سرپرستۍ كښئ په كېدونكې ترهګرۍ او اقلتيونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد امتيازي اقدامات د آر اېس اېس پلوي بي جے پي حكومت د “هندوتوا” نظريې واضحه عكاسي كوي۔(GUL/AMR 1635)