نوښار ٬ د فلائنګ كوچ او ټرك ترمينځه د ټكر پېښه ٬ 2 كسان مړه ، 5 ژوبل

پېښور ۔3 فروری (اے پی پی) د نوښار جهانګيره تحصيل كښې په نظام پور روډ دروازګۍ ته نزدې د مسافر فلائنګ كوچ او مال وړونكي ټرك ترمينځه د ټكر پیښې په نتيجه كښې دوه كسان په مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو وياند له مخې حق رسېدليو كسانو كښې د فلائنګ كوچ كنډېكټر سهېل او سپاړس كلن زده كوؤنكے قاصد شامل دے۔ ژوبل شويو كښې د دوه كسانو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ ژوبل شوي قاضي مېډيكل كمپلېكس ته منتقل كړې شوي دي۔ د رېسكيو وياند له مخې فلائنګ كوچ نظام پور نه نوښار ته روان وو۔ فلائنګ كوچ كښې د يوې مېرمنې په شمول اته كسان ناست وو۔