نوموړے خبريال افضل خان د اوږدې مودې ناروغۍ څخه وروستو امريكا كښې په حق ورسېد

اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) نوموړے خبريال د اوږدې مودې ناورغۍ څخه وروستو امريكائي رياست ورجينيا كښې د 80 كلونو په عمر كښې په حق ورسېد۔ د خپل كېرئر په مهال ارواښاد سركاري خبر رسنې څانګې (اے پي پي) او نورو انګريزي اخبارونو سره پاتے شوے ؤ۔ ده به عرب نیوز،خلیج ټائمز، ډان،دی نېشن، پاكستان ټائمز او هندوستان ټائمز له كالمز او فيچر ليكل۔ د ده د كورنۍ ذريعو وئيلي تدفين لپاره به د ارواښاد وجود راروانه اونۍ كښې خپل هېواد ته راوړلې شي۔ دده د جنازې لمونځ به ورجينيا او اسلام آباد كښې كولې شي۔ افضل خان اے پي پي سره 35 كاله كار كړې چرته څخه چې دې د اېګېکټیو ډائرېکټر په حېث ريټائر شو۔ ده تر لس كلونو واشنګټن كښې د اے پي پي نمائنده په حېث خپله وظيفه ترسره كړې۔