نائيجيريا كښې الوتكه رانسكوره شوه، 7 كسان مړه

ابوجا 22 فروري (اے پي پي) د نائيجيريا پايه تخت ابوجا هوائي ميدان سره د فضائيه كوچنۍ الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې په الوتكه كښې ناست 7 كسان مړه شوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د فضائيه وياند ابيکونل دارمول جاري بيان كښې وئيلي دي تيره ورځ د فضائيه يوه كوچنۍ الوتكه بيچ کرافټ کنګ ايئر 350 آئي مينا ښار ته روان وه چې په دې مهال انجڼ كښې د تکنيکي خرابۍ له امله ابوجا هوائي ميدان ته بيرته د تللو سره د پېښې ښكار شوه چې په نتيجه كښې ئې په الوتكه كښې ناست 7 كسان مړه شوي۔ دغسې هوائي ځواك مشر د پېښې د پلټنو امر كړے دے