مېجر جنرل رېټائرډ محمد اکرم ساهی د اېشین ګولډ مېډلسټ ملک ارشد په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔16فروری (اے پی پی) د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر مېجر جنرل رېټائرډ محمد اکرم ساهی د انټرنیشنل وېټ لفټر اېشین ګولډ مېډلسټ ملک ارشد په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ هغه ووئيل هېواد كښې د لوبو ودې له د ارواښاد خذمات به ټول عمري ياد ساتلے شي