ميانمار كښې د پوځي حکومت په ضد کريك ډاؤن كښې د مړو شميره 6 ته ورسيده

ينګون 28 فروري (اے پي پي) ميانمار كښې د رواني مياشتي په 01 فروري پوځي حکومت اقتدار سنبھالولو نه پس په ټول هېواد كښې د پوځي حکومت په ضد د مظاهرو سلسله روانه ده، مظاهرچيانو كښې نور 6 كسان مړه شوي۔ د فرانس خبر رسني اداري له مخې ريسکيو اهلکارو ووئيل کريك ډاؤن په مهال د ميانمار سوئيلي داؤئي ښار كښې درې كسان وژلې شوي، باګو ښار كښې نور دوه كسان مړه شوي دغسې پايه تخت ينګون كښې يو بل تن وژلې شوي۔