مودی حکومت د ياسين ملك عدالتي وژنې پلو روان دے۔ وفاقي وزير شیریں مزاری

اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي مودی حکومت د كشميري لارښود ياسين ملك عدالت وژنې پلو روان دے كوم چې د هند يو بدنامه زندان كښې بنديوان دے۔ د خالي په ورځ يو ټويټ كښې وفاقي وزيرې ووئيل د ياسين ملك په ضد بې بنسټه تورونه لګولې شوي دي۔ هغه ووئيل د ياسين ملك د جنېوا كنونشن IV ترسېوري لاندې د مقبوضه كشمير حدونو نه بهر زندان كښې اچول يو غېر قانوني عمل دے