منټو پارك: د پرېډ ګراٶنډ نه تر يادګار پاكستان

رپورټ: امتياز احمد
پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي

لاهور ښار د خپلو كلتوري او تاريخي اقدارو په وجه تل يو ځانګړې مقام ترلاسه كړے. د ښائسته پاركونو، ښكلې ودانيو، زړه راښكونكو يادګارونو او د پياوړي كلتور په وجه په اېبك دور، غوري دور، غزنوي دور او مغل دور كښې د دې ښار يو مركزي حثيت و. بادشاهي مسجد، شاهي قلعه، شالامار باغ او نور يادګارونه د هغه عهد ياد تازه كوي او نن هم د هر عمر د خلقو د دلچپسې سبب دي. د دې ټولې تاريخي او كلتوري ورثې اهميت په خپل ځائ خو په دې يادګارونو كښې مينار پاكستان تر ټولو زيات ځانګړے اهميت لري. په منټو پارك كښې جوړه كړې شوې دا ميناره په هغه ځائ جوړه كړې شوې چرته چې قرارداد پاكستان منظور كړے شوے و. دا خپلې دلكشۍ ، ښكلا او ښائست سره د نيمې وچې﴿برصغيړ﴾ مسلمانانو ته د خپل جلا وطن ترلاسه كولو خپلې عظيمې قربانې وريادوي.

د لاهور منټور پارك كوم چې اوس د ګرېټر اقبال پارك په نوم پېژندل كېږي، په  كال 1940م كښې د مارچ د 22مې نېټې نه تر 24مه نېټه د آل انډيا مسلم ليګ درې ورځې عمومي غونډې لپاره خوښ كړے شوے و او بيا هم په دې ځائ د آل انډيا مسلم ليګ په غونډه كښې قرارداد پاكستان منظور كړے شو. دې قرارداد د هندوستان د مسلمانانو د جلا وطن ترلاسه كولو د هڅو لار هواره كړه او دې خوب په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه تعبير ترلاسه كړو.ځكه د مارچ 23مه نېټه كال 1940م د تحريك پاكستان په تاريخ كښې يوه مهمه نېټه جوړه شوه. د منټو پارك تاريخ ډېر پخوانے دے. په پخوانې زمانه كښې به په اسلامي دور،  د سكھانو په دور او د برتانوي راج په مهال دا ګراٶنډ د ملټري پرېډ ګراٶنډ په توګه كارول كېدو. دا پارك د كال 1807 نه تر 1813 د هندوستان ګورنر جنرل لارډ ګلبرټ اېلېټ مرے كينيموډ په نوم منسوب و خو بيا وروستو د دې نوم د شاعر مشرق علامه محمد اقبال په نوم ګرېټر اقبال پارك كېښودل شو.

د مغلو په دور كښې منټو پارك د شاهي قلعه او د راوي درياب ترمېنځه د مېوو يو ډېر لوي باغ سره تړل شوې د يو ښائسته باغ برخه وه. د لاهور شاهي قلعه سره نزدې د بادامي سيمې نوم هم د دې باغ څخه اخستل شوے. د مغلو په دور كښې د لاهور شاهي قلعه سره نزدې په دې ځائ كښې د بادام، آم او بېرې د ونو يو ډېر لوي باغ موجود و كوم چې ورو ورو ختم شو او اوس دې سيمې ته د هغه باغ په نسبت بادامي باغ وئيلې شي. د بادشاهت په دور كښې د دې شين باغ دا پراخا ځائ رسمي پوځي او ملټري پرېډ لپاره كارول كېدو. په كال 1799م كښې چې كله سكهان په اقتدار كښې راغلل نو دې ځائ ته ئې د پرېډ ګراٶنډ نوم وركړو. سكهانو په ځائ د دې چې دا مېوو دا باغ پراخه كړي ، دا ښائسته ځائ پوځ لپاره كارول پېل كړل. په كال 1849 كښې انګرېزانو په لاهور قبضه كولو سره د لاهور قلعه په پوځي اډه كښې بدله كړه او د برتانيې پوځ به ورځنو مشقونو لپاره دا ښكلې باغ او پرېډ ګراٶنډ كارولو. انګرېزانو مكمل اجاره دارې او انګرېز راج په ځائ ساتلو لپاره د پرېډ ګراٶنډ نوم بدل كړو خو چې كله د دوي د نيمې وچې نه ووتل نو د پاكستان جوړېدو نه پس د پاكستان مسلمانانو د دې نوم اقبال پارك كېښودلو.

د اورينټل كالج، پنجاب پوهتون پخواني پرنسپل پروفېسر ډاكټر مظهر معين له مخې لارډ منټو د كال 1807 او 1813 په  مېنځ كښې د برټس ايسټ انډيا كمپنې ګورنر جنرل و او د دې نه پس د دې پارك نوم د نيمې وچې د مكمل نوآبادياتي ماضې د علامت او د برتانوي راج د طاقت عكاسي كوله. د كال 1940 د مارچ د 23مې نېټې قرارداد لاهور په حقيقت كښې د نوآبادياتې حكمرانې په ضد بغاوت او مسلمانانو لپاره د جلا وطن د هڅو يوه غوښتنه وه. ده ووئيل چې آل انډيا مسلم ليګ په خپله 27مه عمومي غونډه كښې په دې ځائ كښې قرارداد لاهور منظور كړے و كوم چې بيا وروستو د قرارداد پاكستان په نوم مشهور شو. ډاكټر مظهر معين ووئيل چې د پاكستان جوړېدو  نه پس د منټو پارك اهميت په نظر كښې ساتلو سره په دې ځائ يادګار پاكستان جوړ كړے شو او منټو پارك په ګرېټر اقبال پارك كښې بدل كړے شو. ده ووئيل چې نن دا ځائ د قومي، كلتوري، سياسي او جعرافيائي ورثې حثيت لري.

د پنجاب پوهنتون د تاريخ د څانګې چيئرمېن ډاكټر محبوب حسېن ووئيل چې د لاهور منټو پارك د آل انډيا مسلم ليګ غونډې لپاره ټاكل د ډېرو وجوهاتو په بنياد وو. لاهور د يو تاريخي كلتوري او علمي مركز نه علاوه په يو شمېر وختونو كښې د اقتدار او طاقت مركز هم پاتے شوے و او په هغو ورځو كښې لاهور يو مسلم اكثريتي ښار و او دا فكر كېدو چې د تاريخي اهميت لرونكي ښار لاهور نه پېل كېدونكې دا تحريك به په ټول هندوستان كښې خپور شي. ده ووئيل چې د مارچ د 23مې نېټې د مسلم ليګ غونډې لپاره د منټو پارك په ټاكنه كښې د لاهور سياسي پس منظر ډېر مهم و ځكه چې دا د مغلو دارالحكومت و او په دې عمومي غونډه كښې د زرګونو په شمېر د خلقو د ګډون توقع وه. ډاكټر محبوب حسېن ووئيل چې ووئيل چې د پوليس آركائيو څخه معلومېږي چې د منټو پارك په حيثيت سره په عام سېشن كښې تقريبا 25000 خلقو ګډون كړے و خو حقيقت دا دے چې د هندوستان د ټولو برخو څخه په دې غونډه كښې د يو لك نه زيات كسانو ګډون كړے و. ده ووئيل چې د لاهور دې تاريخي غونډې د مسلمانانو د جلا وطن غوښتنې ته يو نوے قوت وربخښلے و. د شاعر مشرق علامه ډاكټر محمد اقبال وژن ته پېرزوينه وړاندې كولو لپاره ، كوم چې په كال 1930م كښې د اله آباد په خطبه كښې د مسلم اكثريتي سيمو د جلا رياست جوړولو نظريه وړاندې كړې وه، د پاكستان جوړېدو نه سمدستي وروستو د هغه په نوم د منټو پارك نوم ” اقبال پارك” كېښودل شو او په كال 2017م كښې د دې نوم ګرېټر اقبال پارك كېښودل شو.

د نن ګرېټر اقبال پارك كوم چې كله د منټور پارك په نوم پېژندلے شو، په خپل ځان كښې ئې د آزادې د هڅو يو تاريخ رانغاړلے دے. دا پارك په 125 اېكړه رقبه جوړ دے او پكښې د لاهور قلعه، بادشاهي مسجد، د شاعر مشرق علامه ډاكټر محمد اقبال قبر، د حفيظ جالندهري قبر او پراخه ښائسته لان موجود دے. د قرارداد لاهور يادګار كوم ته چې مينار پاكستان وئيلې شي، هم د دې پارك برخه دے. مينار پاكستان نه يوازې مونږ ته د نېمې وچې﴿برصغير﴾ مسلمانانو لپاره د آزاد وطن د هڅو ياد راكوي بلكې په خپله ښكلا كښې هم يو شاهكار دے. د مينار پاكستان په تعمير كښې د كنكريټ، كاڼو او سنګ مرمر استعمال شوے دے. د مينار په لاندې محرابي سټركچر كښې په سپين سنګ مرمر د قرارداد لاهور او قرارداد دهلي عبارات په اردو، بنګالي او انګرېزي ژبه ليكل شوي دي. د دې  نه علاوه د الله تعالٰی 99 صفاتي نامې، عربي خطاطي، د علامه اقبال څو اشعار، د قائداعظم محمد علي جناح د تقريرونو اقتباسات، د قرآن پاك آيات مباركه او د پاكستان قومي ترانه هم په سپين سنګ مرمر ليكل شوې ده. دا ټول يادګارونه د نيمې وچې په تاريخ كښې بېلا بېلو وختونو سره اړه لري خو ګرېټر اقبال پارك د قرارداد پاكستان يو داسې يادګار دے كوم چې د مسلمانانو د آزادۍ تحريك ته لار وركړه او په كال 1947م كښې د اوو كلونو په لنډه موده كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان بنياد كېښودل شو.