ملګري ملتونه او په په خاص توګه سلامتی كونسل دې كشمیریانو له د خپلواكې حق وركولو لوظ پوره كړي، خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی

اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي چې ملګري ملتونه او په خاص توګه سلامتی كونسل دې كشمیریانو له د خپلواكې حق وركولو لوظ پوره كړي، پاكستان به تر خپلواكې د كشمیریانو ملاتړ روان ساتي۔ د نهې په ورځ كشمیریانو د خپلواكې حق ورځې په موقع خپل مهم پیغام كښې خارجه وزير ووئيل نن ټوله نړۍ كښې كشمیریان د ملګرو ملتونو سره خپل شوې لوظ پوره كولو په انتظار كښې د ښه كال لمانځلو ورځ لمانځي چې پكښې وئيلي شوې ؤ چې د كشمير شخړې پريكړه به د ملګرو ملتونو نګرانۍ كښې غیرجانبدارانه او شفاف ډول د كشمیریانو ريفرنډم سره كيږي۔ د دې قرارداد د لارې ملګرو ملتونو د كشمیریانو ناقابل تنسیخ ريفنډم كولو له د خپل حمایت توثیق كړې ؤ۔ دا هغه حق دې چې ورسره ټول بنیادی او انسانی حقوق پيدا كيږي۔ افسوسناك خبره ده چې تيرو 7 لسيزو راهسې هند په غیرقانونی توګه د هند په قبضه كښې جمو او كشمیر كښې كشمیریانو د هغه حق ښكاره انكاری دے۔ ملګري ملتونه او په خاص توګه سلامتی كونسل دې كشمیریانو له د ريفرنډم كولو حق وركولو لوظ پوره كړي۔ د دې لوظ نه پوره كولو په وجه كشميريان د 5 اګست2019 نه پس د هند جبر او ظلم سره مخ شوي او 500 څخه زياتو ورځو راهسې مقبوضه وادی پرله پسې د عسكرو محاصره كښې ده۔ ده ووئيل كورونا نړيوالې وباﺀ په مهال هند كشمیریان د ژوند ، صحت او خوراك بنیادی حقوق څخه محروم كړي دي۔ نړيوالې ورورولۍ له به د كشمیریانو بنیادی انسانی حقوق او آزادۍ حمایت روان ساتلو په هند زور راوړل وي چې د ملګرو ملتونو تحقیقات كارو له غیرقانونی توګه هند په قبضه كښې جمو او كشمیر كښې انسانی حقوق خلاف ورزیو تحقیقات كولو اجازه وركړي۔زه د پاكستان د اړخه باور وركوم چې پاكستان به د كشمیریانو عزت او وقار لپاره منصفانه هلو ځلو او د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل قراردادونو له مخې د استصواب رائے ناقابل تنسیخ حق تر وركولو پوره قوت سره د هغوي ملاتړ روان ساتي