ملګرو ملتونو كښې د مذهبونو احترام او د انسانيت احترام له د قرارداد منظوريدل د پاکستان لويه كاميابي ده، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ کنفرنس ته وينا

کوئټه 25 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د اړخه وړاندې كړے د نړۍ د مذهبونو احترام او د انسانيت احترام په ړه قرارداد منظوريدل لويه كاميابي ده، دې سره نن ټولې نړۍ ته مهم پيغام وركړے شوے چې پاکستان كښې اقليتي ورورولۍ سره د آئين او د پاکستان مؤسس حضرت قائداعظم محمد علي جناح اصولو له مخې همغږۍ ته وده وركړې كيږي او مونږ ټول يواځې د انسانيت لپاره يو موټے يو۔ده ووئېل زمونږ د ټولو دلته كېښناستل د مينې او امن پيغام دے ، زغم او ورورولي د مسلمانانو تاريخ دے ۔ سيمه كښې پاکستان د اقليتي ورورولۍ سره يوه ښه رويه خپله كړې ، حالانکه هند مسلمانانو ، سکھانو پشمول نورو اقليتونو سره ناروا سلوك كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ كوئټه كښې د مذهبي چارو وزارت د سيورې لاندي’’ د مذهبي احترام، د اوسني دور حاجت “ په سرخط ” د مذهبونو ترمينځه همغږۍ کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل د يو بل د مذهبي مشرانو او عبادت ځايونو احترام به كولې شي، مذهبي شخړې او اختلافات به په مشورو ، خبرو او سنجيدګۍ سره حل كولې شي