مردان كښې پېټرول په ګرانه بېعه خرڅولو 9 پېټرول پمپونه سيل كړے شول

پېښور 24 فروري (اے پي پي) په مردان كښې پېټرول په ګرانه بېعه خرڅولو 9 پېټرول پمپونه سيل كړې شوي. د خبر له مخې د مردان ضلعي انتظاميې په كم ګېج ګڼ شمېر پمپونه جرمانه كړي. د مردان ډپټي كمشنر حبيب الله عارف وئيلي دي په سركاري بېعه پېټرول وركول د انتظاميې ذمه واري ده.