مراكش ٬ مېرمنې 9 كوچنيان وزېږول

رباط۔5 مئی(اے پی پی)مراکش كښې د يوې مېرمنې په يو وخت 9 كوچنيان زېږېدلې دي۔ د مراكش د سركاري خبر رسنې ادارې له مخې د مراكش د يو سركاري روغتون وياند ميډيا سره خبرو كښې وئيلي چې تېره ورځ افريقائي هېواد مالي سره تعلق لرونكې 25 كلنې مېرمنې په يو وخت 9 كوچنيان زېږولې دي۔ مېرمن او كوچنيان سلامت او صحتمند دي او دوئي به يوه ورځ روغتون كښې ايسارولو نه وروستو بېرته لېږلې شي۔