مالي ٬ د عسكريت خوښو په بريد كښې 2 پوځيان ووژل شول

بماکو۔24فروری(اے پی پی) د مالي موپتي سيمه كښې د عسكريت خوښو په عسكري مشن د بريد په نتيجه كښې 2 پوځيان وژلې شوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې ځائي عهدېدار ایلے بیرے او امنيتي ذريعو وئيلي دي تېره ورځ عسكريت خوښو موپتي ريجن كښې د پوځ سپلائي مشن ويشتے دے چې په نتيجه كښې ئې 2 عسكر مړه شوي۔ امنيتي ذريعو وئيلي دي په بريد كښې يو عسكر بې دركه او 7 نور ژوبل شوي هم دي ۔ دا خبره دې ښكاره وي په مالي كښې كال 2012 كښې د عسكريت خوښو مرستې له د توارګ بنیاد پرستو د بغاوت نه پس د تاؤ تريخوالي چاپیرچل كښې د زرګونو په شمېر وګړي او عسكر وژلې شوي او د زرګونو په شمېر نور د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي۔