لياقت خټك پارټۍ ته دھوكه وركړې۔ شوكت يوسفزئي

پېښور ۔21فروری(اے پی پی) د محنت صوبائي وزير شوكت يوسفزئي وئيلي دي لياقت خټك د نوښار په ضمني ټاكنو كښې پارټۍ ته دھوكه وركړې۔ ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل لیاقت خټک پي ټي ئي سنجيده اخستے نه وو۔ هغه اثر رسوخ لري يا نه دا نه ده معلومه۔ خو دا زمونږ لپاره يو سبق دے۔ هغه ووئيل كه لياقت خټك په دې خوشحاله دے چې مونږ له ئې ماتې راكړه نو هغه دې دا هم وګوري چې د هغه سباؤن څه كېدې شي۔ د هغه په ضد فوري ګام پورته كړے شوے۔ د لياقت خټك په ضد كارروائۍ له به پارټي قانوني اړخونو ته پام كوي۔ هغه ووئيل كه يو اړخ ته 11 ګوندونه وو نو بل اړخ ته تحريك انصاف په دوه ډلو كښې تقسيم شوے وو۔ ټاكنو كښې زمونږ مقابله11 ګوندونو يو ځائې كېدو سره كړې ده۔ په نوښار كښې مونږ ته ماتې شوې دا منو شور خو نه كوؤ۔ هغه ووئيل كه پي ټي آئي پنجاب كښې ماتې خوړلې نو دغلته هم زمونږ ووټ بېنك زيات شوے دے۔