لانګ مارچ به يو خوب ثابت شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

لاهور۔9 فروری(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی د اطلاعات خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي لانګ مارچ به پي ډي اېم ډلې له يو يرونكے خوب ثابت شي۔ 26مارچ لا لرے دے دا به هم لكه د استعفاګانو ناكام او تېر شي۔ دا ډله د خپل لوټ كړي دولت بچ كولو فكر كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان يو بيان كښې ووئيل پی ډی اېم د کرپشن كوونكو ټولګے دے۔ اولس كرپشن كښې ككړ دا غله پېژندلي۔ دوي كوم سياسي سباؤن نه لري۔ جعلي راجکماري، د سندھ شهزاده او مولانا يو بل زيات نشي دھوكه كولې۔ دوي به د تاش د پتو په شان تس نس لاړ شي۔ هغې ووئيل د وزيراعظم عمران خان د سپېځلي سياست په وړاندې د دې ټولګي منفي سياست اولس ته څرګند شوے۔