كوهاټ ٬ د مسافر بس او پك اپ په ټكر كښې 1 كس مړ ٬ 8 ژوبل

کوهاټ ۔22فروری(اے پی پی) د كوهاټ په لاچي تحصيل كښې د مسافرو بس او پك اپ ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 1 كس مړ او 8 نور ژوبل شول۔ د كوهاټ كنټرول روم ته د كال په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 طبي او ډيزاسټر ډله په سمدستي توګه د پېښې ځاے ته رسېدلي او دغلته ئې ژوبل شوو ته طبي مرسته وركړې ۔ دې پېښه كښې يو تكس په ځاے مړ شوے هم دے