كولمبيا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 21 لكه 73 زره نه زياته شوه

بګوټا ۔ 11فروری(اے پی پی) کولمبیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 6 زره 443 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپلو مجموعي شمېره 21 لکھ 73 زره 347 نه زياته شوې ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د كولمبيا د روغتيا او سماجي تحفظ وزارت چارواكو وئيلي دي د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه ګرد هېواد كښې نور 226 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره په مجموعي توګه 56 زره 733 ته رسېدلې ۔ د کولمبیا صدر ايوان ډوك د روانې مياشتې په پېل كښې اعلان كړے وؤ چې هېواد كښې به د فرورۍ 20 مې نېټې نه د كورونا وېكسين لګولو كمپائن پېل كولې شي۔ هغه هېواد كښی د روغتيا بېړنې صورتحال د روانې مياشتې تر 28 مې نېټې پراخا كړے۔ هغه په وګړو زور راوړے چې هغوي د كورونا وائرس نه بچ كېدو له په حفاظتي اقدامات عملدرآمد باوري كړي