كندھ كوټ سره نزدې د دوه بلوچ قبيلو په مېنځه كښې په ډزو كښې د يوې كورنۍ 10 كسان مړه شوي

سكهر 16 مئي (اے پي پي) كندھ كوټ سره نزدې د دوه بلوچ قبيلو په مېنځ كښې په ډزو كښې د يوې كورنۍ 10 كسان مړه شوي دي. د خبر له مخې په كشمور ضلع كښې د كندھ كوټ د دراني مهر كچه تهاڼې په حدودو كښې د څارو د غلا په شخړه د جاګيراني او سبزوئي قبيلو ترمېنځه يو ځل بيا خونړې نښته شوې. د جاګيراني قبيلې وسله والو د چاچړ قبيلې په يو كلي بريد كړے او په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ لس كسان مړه شوي دي. په ډزو كښې د چاچړ قبيلې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي. د پېښې نه پس په لويه شمېره پوليس سيمې ته رارسېدلي دي.