كركټ لیجنډ او وزیراعظم عمران خان انټرنیشنل كركټ كونسل غوره كپتان وګرځولو

اسلام آباد 13 جنوری (اے پی پی) انټرنېشنل كركټ كونسل (آي سي سي) پول سروے كښې وزیراعظم عمران خان غوره كپتان ګرځولے۔آئی سي سي په خپل يو ټويټ كښې ووئيل پول سروے لپاره د څلورو لوبغاړو نامې وركړې شوې وي ، هغې كښې د هند ویرات كوهلي ، د جنوبی افریقې اے بی ډی ویلیئرز، د آسټریليا ميرمن لوبغاړې میګ لیننګ او د پاكستان د پخواني كپتان عمران خان نامې شاملې وې ۔آئي سي سي د اړخه شوي پول كښې تر ټولو ښه كركټ ليجنډ په اړه پوښتنه شوې وه په دې د ټولې نړۍ څخه عمران خان ته 47 فیصده څخه زيات ووټونه ترلاسه شوي ۔د هند كپتان ویرات كوهلی په دويم لمبر دغسې كوهلی ته 46فیصده ووټونه ترلاسه شوي۔ د جنوبی افریقې پخوانې كپتان او وكټ كیپر اے بی ډیویلئرز 6 فیصده ووټونه ترلاسه كړي۔ د آئي سي سي پول كښې 58 لكهه 36 زره څخه زيات ووټونه پول شوي دي