كابل كښې بمي چاؤدنه ٬ 2 پوليس اهلكار مړه ٬ يو ژوبل

کابل۔16جنوری(اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار مړه او يو بل ژوبل شوے دے۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مې د خالي په ورځ د پوليس ګاډې ته نزدې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې 2 پوليس اهلكار مړه او يو بل ژوبل شو۔ د کابل پولیس وياند فرودوس فارمرز ميډيا ته ووئيل چې دا چاؤدنه د ځائي وخت له مخې سحر 9 بجې پوليس ډسټركټ 3 كښې وشوه۔ دا خبره دې ياده وي چې د تېرو څو مياشتو په مهال كابل كښې هدفي بريدونه زيات شوي دي۔ د پوليس وياند ووئيل دې پېښه كښې د ككړو عناصرو لټون له پلټنې پېل كړې شوي دي