قومي وېمن تهروبال چېمئپن شب به د مئي په مياشت كښې كېږي

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) قومي وېمن تهروبال چېمئپن شب به د مئي په مياشت كښې په فېصل آباد كښې كېږي. د پاكستان تهرو بال فېډرېشن سېكرټري جنرل مقبول آرائين له مخې په چېمپئن شپ كښې به د پنجاب، خېبر پښتونخوا، سندھ، بلوچستان، اسلام آباد، ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير نه علاوه د بېلا بېلو محكمو لوبډلې برخه اخلي. ده ووئيل دا چېمپئن شپ به د مئي د 27مې نېټې نه د مئي تر 30مه نېټه په فېصل آباد كښې كېږي