قومي انډر 16 ون ډے كركټ ټورنامنټ كښې نن نور درې مېچونه كولې شي

پېنډۍ ۔14فروری(اے پی پی) قومی انډر 16 ون ډے کرکټ ټورنامنټ كښې نن د ګل په ورځ درې نور مېچونه كولې شي۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې د ټورنامنټ د خوندورو سيالو لړۍ د پېنډۍ په بېلو مېدانونو كښې روانې دي۔ ايونټ كښې به نن د ګل په ورځ اولني مېچ كښې د بلوچستان او سدرن پنجاب لوبډلو ترمينځھ مېچ پنډی کرکټ سټیډیم، دويم د خېبر پختونخوا او سندھ لوبډلو ترمينځھ ایوب پارک کرکټ ګراؤنډ او درېم مېچ به د ناردرن او سېنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځھ راول كركټ ګراؤنډ كښ كولې شي۔ د 45 اوورز دا ايونټ د سنګل ليګ په بنياد كولے شي۔ د ټورنامنټ د دوه تر ټولو غوره لوبډلو ترمينځھ فائنل مېچ به د روانې مياشتې په 23 مه نېټه كولې شي۔ كاميابي ترلاسه كوؤنكې لوبډلې ته به درې نيم لكه او رنر اپ لوبډلې ته به دوه نيم لكه روپۍ وركولې شي۔