قومي انډر 13 سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 14مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د پنجاب سكواش اېسوسي اېشن ترسيوري لاندې قومي انډر 13 سكواش چېمپئن شپ به د مئي په 14مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي۔ په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه هلكان او جينكې ګډون كوي٬ دا چېمپئن شپ به د مئي تر 18مه نېټه دوام ولري۔