قومي اسمبلۍ كښې د مخافي ډلي مشر شهباز شريف په فلسطين د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه

اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) قومي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر شهباز شريف په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې چې مونږ له په دې اړه عملي اقدامات كول وي ځكه چې په غږونو نه وړاندي څه شوي او به به بيا وشي،د رارواني جمعي ورځ دې يوم القدس په توګه ولمانځلې شي ،د پاکستان پشمول اسلامي هېوادونو قيادت لپاره دا يو لوئ امتحان دې ،بايد د اسلامي هېوادونو قيادت د کشمير او فلسطين په معامله خپل خپل هېوادونو اولسي هيلو ترجماني وكړي، بايد مونږ دا لوظ وكړو چې تر څو د کشمير او فلسطين د مسلمانانو د خواهشات او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخي حقونه نه وي ترلاسه شوي په آرام به نه كېښنو۔د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په ضد د غندني په قرارداد خبره كولو سره شهباز شريف ووئيل ايوان پھ ګډه د اسرائيلي ظلمونو په ضد د اولس د جذبات عکاسي کړي،د روژي مباركي مياشت په آخري لسو كښې په مسجد اقصيٰ كښې په لومنځ كونكو بريد شوي۔ اسرائيل په غزہ كښې بې دريغه بريدونه كړآ د كومو په نتيجه كښې چې ګڼ كورونه تباه شوي۔ 1948ءراهسې بيل وختونو كښې د اسرائيل حکومت او پوځ په بې ګناه فلسطينيانو ظلمونه كوي۔ دا ماوړھ پېښې ټوله نړۍ ګوري۔ شهباز شريف ووئيل هيومن رائټس واچ تازہ ترين رپورټ كښې ليكلې شوي چې د اسرائيل قابض سيمو كښې نسلي جرمونو كښې ككړ دي۔ هم دغسې صورتحال په مقبوضه کشمير كښې دې۔ده ووئيل دا څنګه انصاف او نظام دې ، د نړۍ په كومه هم سيمه كښې چې يهوديان مېشته دي نو هغه د زمكي مالكان ګرځولې كيږي۔ فلسطينيانو پلار نيكونه هلته مېشته دي، هند كښې اقليتونو سره د ميرنۍ مور سلوك كيږي۔ده ووئيل وخت تندۍ سره تيريږي۔ مونږ له به د نړۍ په وړاندې د هند او اسرائيل عزائم په سمدستي توګه په ډاګه كول وي ۔ شهباز شريف ووئيل اوسني جارحيت له امله په فلسطين كښې ګڼ ماشومان او ميرمنو پشمول كسان شهيدان كړې شوي۔ شهري آبادي په نښه كړې كيږي۔ آزاد خپلواكه فلسطين تر نن جوړ نه شو۔ سلامتي کونسل كښې فلسطين په اړه قراردادونو عمل نه كيږي۔تير وخت كشې چرته چې فاشسټ هټلر ولاړ ؤ هلته نيتن ياهو ولاړ دې۔ اسرائيل په فلسطينيانو بې دريغه ظلم كوي۔ ده ووئيل بے دردۍ سره روان قتل عام د اسلامي هېوادونو او دريمي نړۍ هېوادونو او په خاص توګه کمزور معيشت لرونكو هېوادونو لپاره پيغام دې۔ده ووئيل د فلسطين په معامله د نړيوالې ميډيا خاموشي د افسوس وړ ده۔كه په كوم بل هېواد كښې داسې كيدې نو ميډيا د آزادۍ په نامه به بنديزونه لګيدلې۔ شهباز شريف ووئيل اوس نړيوال طاقتونه چرته دي، د فلسطينيانو قصور يواځي مسلماني ده۔ ختيز تيمور په اړه په قراردادونو په تندۍ سره عمل كيږي۔ بوسنيا كښې ګڼ كسان مړه شوي ، ډله ايز قبرونه رامخي ته كيږي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير او فلسطين اولس ته د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قرارداد او د هغوي د هيلو له مخي حق تر نه ترلاسه كيدو به آرام سره نه كېښنو۔