قطر كښې افغان چارواكو سره په په زړه پورې چاپېرچل كښې ملاقات شوے۔ د افغان طالبان وياند

دوحا۔24فروری (اے پی پی) قطر كښې د طالبانو او افغان چارواكو ترمينځه ملاقات په زړه پورې چاپېرچل كښې شوے۔ د نجي نيوز چېنل رپورټ له مخې تېره مياشت د قطر په پلازمينه دوحه كښې بېن الافغان مذاكرات پېل كېدو نه سمدستي وروستو ختم شوي وو۔ دغې نه پس د د دواړو اړخونو ترمينځه د ملاقات دا اولنۍ موقع ده۔ د طالبانو وياند محمد نعيم وېنا ده تېره ورځ دوحا كښې بېن الافغان مذاكرات له د فريقېنو ترمينځه ملاقات په زړه پورې چاپېرچل كښې شوے۔ وياند ووئيل ملاقات كښې د بېن الافغان امن خبرو اترو په دوامداره ساتلو او د ايجنډې په سېټ كولو زور راوړلے شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي وياند د ملاقات په حقله نور تفصيلات نه دي وړاندې كړي