قامي اتل علي سدپاره ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د ګلګت بلتستان اسمبلۍ خاص غونډه

ګلګت 23 فروري (اے پي پي) د ګلګت بلتتسان وزيراعلٰی خالد خورشيد خان په مشرې كښې قامي اتل علي سدپاره ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د ګلګت بلتستان اسمبلۍ خاص غونډه وشوه. په غونډه كښې قامي اتل ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كړې شوې. په غونډه كښې د هغه ايصال ثواب لپاره فاتخه خواني هم وكړې شوه. كابينې د علي سدپاره كورنۍ سره د 30 لكه روپو مالي مرستې كولو، د علي سدپاره په نوم د كوه پېمائي سكول جوړولو، ساجد سدپاره ته د سركاري نوكرې وركولو او علي سدپاره ته د اعلٰی سول ايوارډ زرطزلز وړاندېز هم وركړے.