فلپائن كښې د کورونا وائرس له امله ځپليو مجموعي شميره 5 لكهه 74 زره 247 څخه زياته شوي

منيلا 27 فروري (اے پي پي) فلپائن كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال کورونا وائرس 2 زره 921 نوي كيسونه رپورټ شوي دې نه پس هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شميره 5 لكهه 74 زره 247 څخه زياته شوي۔د چين ميډيا له مخې د فلپائن د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هېواد كښې په دې مهال 42 كسان د كورونا له امله مړه شوي دې نه پس د مړو مجموعي شميره 12 زره 289 ته رسيدلې ده دغسې د کورونا وائرس له امله ښه شوي كسانو مجموعي شميره 5 لکهھ 24 زره 865 ته رسيدلي ده۔ فلپائن كښې د كووډ 19 وړومبې كيس تير كال جنوري كښې رپورټ شوې ؤ۔